ملګري ملتونه په افغانستان کې د ملیونونو افغانانو په باب اندېښنه لري، چې له بېوزلۍ کړېږي او په هغوی کې نوي راستانه شوي یا هم بېځایه شوي کسان شامل دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې یا اوچا د روان لمریز کال په زمري میاشت کې ویلي وو، په افغانستان کې د ټولو وګړو ۴۸ فیصده یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري وايي، په افغانستان کې زیاتې کورنۍ مجبوره شوي په خپلو ماشومانو درانه کارونه وکړي.
په افغانستان کې د دې ادارې ویانده کارولاین ګلوک وايي:"وزګارتیا په افغانستان کې لویه ستونزه ده، چې د ځوانانو په ګډون اکثریت وګړي د کرنې په سکټور کې بوخت دي."
نوموړې زیاته کړې چې دغه هېواد "له لسیزو راهیسې له شخړو سره مخامخ دی او بشري بحران په کې ژور دی، چې تر نیمايي زیات وګړي یې بشري مرستو ته اړ دي."
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري ویاندې زیاته کړه:" هغه کورنۍ چې د شخړو له کبله بېځایه شوي، یا هغه کډوال چې له پاکستان او ایرانه راستنېږي، د کار پیدا کول یې عمده اندېښنه ده. دوی د کورونو د کرایې، د خوړو د رانیولو او ښوونځیو ته د خپلو ماشومانو د لېږلو وس نه لري."
کارولاین ګلوک وايي مجبوریت ددې سبب شوی چې ځینې له کورنیو منفي لارې چارې خپلې کړې د بېلګې په توګه " خپل ماشومان د ښوونځیو پر ځای کارونو ته لېږي، یا یې خیرات ټولولو ته اړ باسي یا هم په کم عمر کې ودونو ته. کاري فرصتونه لږ خو د کار غوښتونکي زیات دي، دا کسان غواړي د ځانونو او خپلو کورنیو ملاتړ وکړي، دغه کورنۍ د مرګ له خطر سره مخامخې دي."
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې (اوچا) ویلي، په ۲۰۲۵م کال کې به چې څه کم دوې اوونۍ وروسته پیلېږي، په افغانستان کې ۲۲ اعشاریه ۹ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړ وي.
په افغانستان کې ګڼې کورنۍ وايي، له مجبورۍ یې خپل ماشومان درنو کارونو ته درولي دي.
د کونړ په مرکز اسعد اباد کې یو تنکي زلمي چې د ښوونځي پر ځای یې د کور لپاره د نفقې ګټلو درانه پیټې ته اوږه ورکړې او کرۍ ورځ لاسي ګاډۍ چلوي ازادي راډیو ته وویل: " غریبي ده، ګاډۍ چلوم، د ورځې ۲۰ یا ۳۰ افغانۍ ګټو، د کور خرچه مو نه برابرېږي."
ګلاب همدلته بل ۱۲ کلن کوچنی دی چې په کم عمر د کور مسولیت ورترغاړې شوی "د کور ټول مسوولیت راترغاړې دی. په کور کې بل څوک نه لرم. حکومت دې زموږ لاسنیوی وکړي."
ځینو مرستندویو بنسټونو ویلي په افغانستان کې د بېوزلو د لاسنیوي لپاره چې په هغوی کې نوي راستانه شوي او بېځایه شوي کسان هم شامل دي، مالي مرستو ته اړتیا لري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ ویلي، د افغانانو د لاسنیوي لپاره د ۲۱۵.۹ ملیونه ډالرو په ارزښت د غوښتل شوې بودجې شاوخوا ۶۰ سلنه یې ترلاسه کړې ده، خو پاتې برخه یې نه ده ورکړل شوې.
دغې ادارې ویلي، د هغو کسانو لپاره اندېښمن دي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي یا هم په هېواد کې دننه له یوې سیمې بلې هغې ته بېځایه شوي، ځکه ژمی په افغانستان کې د زیانګالو کورنیو لپاره تر ټولو سخت وخت وي.
بلخوا، د خوړو نړیوال پروګرام روانه اوونۍ ویلي په افغانستان کې نږدې ۱۵ ملیونه وګړي په دې نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه له کومې کړي. دغې ادارې ویلي په راروانو شپږو میاشتو کې د خپلو چارو پرمخ بېولو لپاره ۷۱۸ ملیون ډالرو ته اړتیا لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34915